د روان کال په دوهمه ربعه کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۰) سلنه پرمختګ کړی دئ!

syllab_admin
Thu, Oct 16 2025 11:35 AM
............

د تلي ۲۴مه ۱۴۰۴هـ.ل
 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴هـ.ل) کال په دوهمه ربعه کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چي د ټولو مسئولینو د صادقانه کړنو له کبله ورځ تر بلي د هیواد د ګمرکونو چاري د ښه کېدو پر لور رواني دي. نوموړي، د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چي د چارو د لا ښه والي او د ستونزو د حل له پاره له اړوندو ولایتي ادارو سره همغږي لا زیاته کړي.
ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني ریاست له لوري د روان کال په دوهمه ربعه کي په ګمرکونو کي د تر سره سویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو؛ په دې موده کي د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه غونډي ته بشپړ معلومات وړاندي کړل، چي په دې راپور کي د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ګمرکونو چاري (۱۰،۱) سلنه مثبتي وښودل سوې.
همدارنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول، چي د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS