د ۱۴۰۵ کال د ملي بودیجې د ترتیبولو د لارښوود ورکشاپ ترسره سو!

syllab_admin
Thu, Dec 11 2025 2:38 PM
...........

د لېندۍ ۲۰مه ۱۴۰۴ هـ.ل

مالیې وزارت د امارتی ادارو او وزارتونو د بودیجوي واحدونو له پاره د (۱۴۰۴ هـ.ل) کال د ملي بودیجې د چمتو کولو لارښوود تر سرلیک لاندي (۲) ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
په دې غونډه کي چي د دې وزارت خیبرهال د کنفرانسونو په تالار کي جوړه سوې وه، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د ملي بودیجې لوی رئیس استاد عبدالجبار وحدت، د ملي بودیجې لوی ریاست د پلان او ریفورم رئیس پوهندوی غلام عمر عبدالله او د وزارتونو او امارتي ادارو د بودیجوي واحدونو استازو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت اداري معین د ورکشاپ د پرانیستلو پرمهال وویل، څرنګه چې ملي بودیجه له کورنیو عوایدو څخه تمویلېږي، نو لازمه ده، چي بودیجوي واحدونه د هیواد د مالي او اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره ملي، عایداتي او د کارزیاتوني پروژې وړاندي کړي؛ ترڅو د غیر ضروري لګښتونو مخه ونیول سي.
د ملي بودیجې لوی ریاست د پلان او ریفورم رئیس په خپلو خبرو کي وویل، چي د مالیې وزارت د هر مالي کال په پای کي د اغېزمني بودیجې چمتو کولو په موخه لارښود ترتیبوي او هر کال اړتیاوو ته په کتو سره په دغه لارښوود کي بدلونونه راځي، چي په دې برخه کي د بودیجې واحدونو د همکارۍ غوښتونکي یو.
نوموړي؛ د یوه پریزنیټېشن وړاندي کولو پرمهال د هیواد د اوسني مالي او اقتصادي وضعیت، د ملي بودیجې د ترتیب څرنګوالي، د ملي بودیجې د ترتیب د موخې، د عادي او پراختیایي بودیجې اړتیاوو، د پروژو لومړیتوبونو، له فتحي څخه مخکي د نیمګړو پروژو د تخصیص او نورو مهمو او اړوندو مسایلو په تړاو معلومات وړاندي او د ګډونوالو پوښتنو ته ئې ځوابونه وویل.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت هر کال د ملي بودیجې د ښه مدیریت او پلي کولو په موخه د بودیجوي واحدونو له پاره د لارښووني ورکشاپونه جوړوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS