د پاچا خان نړیوال پوهنتون د جوړیدو کاري کمېسیون څلورمه ناسته جوړه شوه

Anonymous (not verified)
Sun, Jun 02 2019 4:50 PM
پاچاخان پوهنتون

د پاچا خان نړیوال پوهنتون د جوړیدو کاري کمېسیون څلورمه ناسته نن د غبرګولي میاشتې په ۱۲مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.

د پاچا خان نړیوال پوهنتون چې د افغانستان په خوست ولایت کې جوړیږي اوس مهال د یاد ولایت په ۲ برخو کې ورته ځمکه په نښه شوی ده. کمیسیون په دې اړه له هر اړخیز بحث وروسته پریکړه وکړه چې د یادو ځمکو د تخنيکي هر اړخيزه څيړنې په موخه دې له کابل څخه د اړوندو ادارو یو پلاوی خوست ولایت ته سفر وکړي چې د پوهنتون د جوړیدو لپاره له یادو شویو برخو څخه یو یې وټاکي.

همداشان کمېسیون د پاچاخان پوهنتون د اکاډمیک پلان د جوړیدو په اړه هم بحث وکړ.د ماليې وزير هدايت ورکړ چې په دې اړه دې د متخصصو کسانو نظرونه واخیستل شي.

د مالیې وزارت سرپرست د لوړو زده کړو وزارت ته دنده وسپارله چې د یاد پوهنتون لپاره دې ژر تر ژره اکاډمیک پلان جوړ او د کمېسیون راتلوونکې غونډې ته دې وړاندې کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS