د هیواد یو شمېر ګمرکونو ته د څه باندي (۶)لکه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېل وسایط وپېرل سول

syllab_admin
Tue, Jan 06 2026 3:24 PM
............

د مرغومي ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د حیرتان، آقینې او فراه ګمرکونو کي د چارو د لا چټکتیا، سوداګرو او موټر چلوونکو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي کارکوونکو ستونزو ته د رسېدو په موخه د (۶)لکه او (۲۵۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت درې عرادې لوډر، درې عرادې ډمپر او دوه عرادې د اوبو ټانکرونه وپېرل.
له دې وړاندي په یادو ګمرکونو کي د شدیدو ریګي بادونو له امله ډېری وخت د ګمرک احاطه او سړکونه له بندښت او ستونزو سره مخ کېدل، چي د دغه وسایطو له پېرلو او کاروني سره به یادي ستونزي حل او په اړونده برخه کي به اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي د افغانستان اسلامي امارت له بیاځلي واکمنۍ څخه راوروسته د هیواد په ګمرکونو کي بېلابېلي ودانیزي او تجهیزاتي پروژې پلي سوي دي او ځینې ئې د پلي کېدو په حال کي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS