د مالیې وزارت سرپرست: د افغانستان حکومت د مرسته کوونکو مالي وابستګۍ د کمولو، له بیوزلۍ سره د مبارزې او د پایدارې اقتصادي ودې په موخه مالي پانګونې بسته او د اقتصادي ځان بسیاینې پالیسۍ ترتیب کړې ده

admin_mof
Sun, Jun 09 2019 1:28 PM
سرمایه ګذاری

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د غبرګولي میاشتې په ۱۹مه نېټه د یو خبري کنفرانس له لارې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ناټو پیمان د مرستو په تمدید، د اقتصادي چټکتیا بستې او د اقتصادي ځان بسیاینې پالیسۍ، د عامه او خصوصي مشارکت د پروژو د پانګونې بستې او د پیسو نړیوال صندوق له لوري د افغانستان له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه د پنځمې دورې بریالۍ ارزونې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

ښاغلي قیومي له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو د ژمنو د تازه کولو په اړه وویل:" د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه نېټه د ناټو نظامي پیمان له غړو او شریکانو سره د بروکسل په ښار کې مو چې کومه ناسته درلوده د یاد پیمان غړو او شریکانو له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د دوامداره مالي ملاتړ ډاډ ورکړ. د ناټو ټولو غړو او شریکانو ومنله چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به اوږدمهاله مالي ملاتړ کوي او د پیاوړو امنیتي ځواکونو درلودل افغانستان د سولې لوري ته بیایې. "

سرمایه ګزاری

همداشان مالیې وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې د اقتصادي چټکتیا له بستې او د حکومت د مالي ځان بسیاینې له پالیسۍ څخه یادونه وکړه او زیانه یې کړه: "د افغانستان حکومت د اقتصادي چټکتیا بسته د ستونزو معلومولو، له بیوزلۍ سره د مبارزې او اقتصادي شاکونو ته د ځواب ویلو په موخه معرفي کوي. د دې بستې موخه کارموندنه، په بېلابیلو اقتصادي سکټورونو کې د کارموندنې پروګرامونو پلي کول، د بیوزلۍ کمول، اقتصادي وده او د بهرنیو مرسته کوونکو د مالي تمویل د وابستګۍ کمول دي."

نوموړي زیاته کړه:" یاده بسته په ټوله کې د ۸.۷ میلیارده ډالرو په شاوخوا کې د پانګونې اړتیا لري چې ۶۶ سلنې په شاوخوا کې د کرنې او اوبو لګونې په برخه کې پانګونه، ۱۵ سلنه یې د برېښنا زیربناء په برخه کې او ۱۹ سلنه پانګونه یې د ښار جوړونې برخې ته ځانګړې شوې ده. په ټوله کې د یادې پانګې له وجوې څخه، ۵.۸ میلیادره ډالر (۶۷ سلنه) یې د حکومت پانګونه او پاتې ۳۳ سلنه یې د خصوصي سکټور ونډه ده. د دې بستې د پلي کیدو موده ۹ کاله ده او د حکومت ۸۰ سلنه پانکونه به په لومړیو پنځو کلونو کې وشي. په بریا سره د دې بستې پلي کیدل به ۱.۵ میلیونه دوامداره کاري فرصتونه رامنځته کړي او د پنځو کلونو لپاره به هر کال په منځني ډول ۲.۶۵ سلنه د کورنیو ناخالصو تولیداتو له ودې سره مرسته وکړي."

ښاغلي قیومي وویل حکومت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي مشارکت د پروګرام له لارې لویې ملي پروژې پلي کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ۶۰ میلیونه ډالرو په پانکونې سره د جناح او جمهوریت روغتونونو، د ۷ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د جناح او ابن سینا په روغتونونو کې د تشخیصیه ماشین الاتو د نصبولو، د ۵۷۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د ۲۲۶ میګاواټه برېښنا په تولید سره د باغدرې برېښنا بند، د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په پانکونې سره د ۱۸۰ میګاواټه په ظرفیت سره د سروبي برېښنا بند د دویمې برخې، د ۳۵ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د ننګرهار د حصار شاهي د ۴۰ میګاواټه لمزیرې برېښنا او د ۳۵ میګاواټه په ظرفیت سره په هرات ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژو د امکان سنجونې مطالعه پای ته رسیدلې او د پانکونې لپاره به داوطلبۍ ته وړاندې شي. نوموړي زیاته کړه چې په ټوله کې به په یادو پروژو کې ۱.۱ میلیارده ډالر پانګونه وشي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د ځینو نورو پروژو د امکان سنجونې مطالعه تر کار لاندې ده او تر نهایې کولو وروسته به د منظورۍ لپاره د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې او له منظورۍ وروسته به داوطلبۍ ته وړاندې شي.

ښاغلي قیومي د پیسو نړیوال صندوق له لوري د اعتباري اسانتیاوو د تمدید پروګرام د ارزونې په اړه وویل: "د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د مالیې وزارت د هر اړخیزو نخنیکي بحثونو په اوږدو کې یاد صندوق د افغانستان اقتصادي او مالي اصلاحات د اعتباري اسانتیاوو پروګرام (ECF) له لارې د پنځمې دورې بریالۍ ارزونه وکړه او د افغانستان حکومت اقتصادي او مالي لاسته راوړنې یې تائید کړې. همداشان د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د یاد پروګرام له لارې د اصلاحاتو او ژمنو د پلي کیدو څخه د ستاینې تر څنګ د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ."

سرمایه ګزاری

د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاوو په پروګرام کې شامل شو. یاد پروګرام شپږ مرحلې لري تر اوسه پورې د افغانستان حکومت وکولی شول د ګډو ژمنو پنځمه دوره په بریا سره پای ته ورسوي او پاتې یوه دوره به یې د ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړه شي. د هرې دورې په پای ته رسولو سره افغانستان ۶.۲ میلیونه ډالره تشویقي پیسې تر لاسه کوي. د پنځمې دورې د ارزونې په پای ته رسولو سره افغانستان وکولی شول په ټوله کې ۳۱ میلیونه ډالره تشویقي پیسې تر لاسه کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS