د مالیاتي شخړو د حل بورډ د روان کال په درېیمه ربعه کي (۲۶) قضیو ته رسېدنه کړې ده

syllab_admin
Tue, Jan 20 2026 2:48 PM
............

د مرغومي ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ، چي د مالیاتي شخړو د حل او مالیاتي عدالت رامنځته کولو، د مالیاتي اطاعت پذیرۍ کچي لوړولو، د مالیاتي قوانینو له ښه پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د مالیه ورکوونکو او مالیاتي ادارو ترمنځ د باور رامنځته کولو او په خصوصي سيکټور کي د پانګوني د هڅوني او ملاتړ په برخو کي فعالیت کوي. دغه بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په درېیمه ربعه کي ئې څه باندي (۲۶) قضیوته رسېدنه کړې ده.
معترضو مالیه ورکوونکو د یادو قضیو له دقیقي څېړني او رسېدني څخه بشپړ قناعت ښودلی او رابرسېره سوي مالیات ئې له حکم سره سم بیت المال ته تحویل کړي دي.
د مالیاتي شخړو مسلکي او تخنیکي حل له یوې خوا د عوایدو له تېښتي څخه مخنیوی او پر ملي بودیجې مثبته اغېزه کوي او له بلي خوا د مالیه ورکوونکو او مالیاتي ادارو ترمنځ باور رامنځته کوي، چي له دې لاري د خصوصي سيکټور د رضایت سبب هم ګرځي.
د یادوني وړ ده، چي که چيرته کوم مالیه ورکوونکي د مالیاتي ادارو پر مالیاتي پرېکړو قناعت ونه لري، کولای سي د (۴۵) ورځو په موده کي د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدو ریاست ته خپل اعتراض وړاندي کړي. که بیا هم د یاد ریاست پرېکړه د دوی د قناعت وړ و نه ګرځي؛ نو په دوهم قدم کي دي د (۳۰) ورځو په موده کي خپل اعتراض د مالیاتي شخړو د حل بورډ ته د بیاکتني په موخه وړاندي کړي، چي د یاد بورډ له لوري به پر وخت رسېدنه ورته وسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS