د ګمرکونو او عوایدو معین د العزم قول اُردو له قومندان سره وکتل

org_admin
Tue, Feb 17 2026 2:33 PM
...........

د سلواغې ۲۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، هلته ئې د فرعي ګمرکونو د مسئولینو په شتون کي د العزم قول اُردو له قومندان قاري محمد ایوب خالد سره وکتل.
په دې کتنه کي دواړو لوریو د هیواد په پولو کي د قاچاقي توکو پر مخنیوي او په دې برخه کي د همغږۍ په لا زیاتولو هر اړخیز بحث او خبري وکړې. د لیدني په پای کي د العزم قول اُردو قومندان د قاچاقي توکو د مخنیوي په برخه کي د هر ډول همکارۍ او پوره همغږۍ ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو او لویو لارو کي وارداتي او صادراتي توکي په کلکه څارل کېږي او هیچاته اجازه نه ورکول کېږي، چي قاچاقي او ممنوعه توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS