د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت اتمه ناسته وشوه

syllab_admin
Mon, Jul 20 2026 11:43 AM
............

د چنګاښ ۲۹مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو د لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو عملیاتي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال، رئیسانو، آمرینو او اړوندو مسئولینو په ګډون د دغه ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ هیئت اتمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
د ناستې په پيل کې د عوایدو لوی رئیس د اداري چارو پر اغېزمن تنظیم، د پرېکړو پر وخت پلي کېدو او له مستوفیتونو سره پر دوامدارې همغږۍ ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې خپلې دندې پر ټاکلي وخت او غوره ډول ترسره کړي.
ورپسې د تېرې رهبرۍ ناستې د پرېکړو د تحقق راپور، د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور او د مهمو کړنو د ارزونې (KPI) راپور وړاندې شو او د ګډونوالو له لورې پرې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۱) ګڼې او د ۱۴۴۸/۱/۱۴ نېټې فرمان د تطبیق څرنګوالي، د ۷ شرکتونو او انفرادي اشخاصو د احصائیې د انتقال، د بررسۍ ریاست ته د دوسیو د لېږد د معیارونو، د یو سلنه (۱٪) مالیې د اخیستلو اړوند او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه له هر اړخیز بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS