د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

syllab_admin
Thu, Aug 06 2026 1:49 PM
..........

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو او مسئولینو ته ور معرفي شو.
په دغو مراسمو کې د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسیو چارو معاون حاجي نذیر احمد ناصر، رئیسانو او نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسیو چارو معاون د نوي معین د ګمارنې په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) حکم قرائت کړ او د نوې دندې ښه ترسره کولو هیله یې ورته وکړه.
د مالیې وزیر وویل، چې په ریښتیا سره دغه ګمارنه به د خیر او چارو د برکت سبب شي. نوموړي نوي معین ته د ور سپارل شویو چارو د ښه ترسره کېدو ترڅنګ، په چارو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.  
د عواید او ګمرکونو نوي معین د افغانستان اسلامي امارت او مالیې وزارت له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې تغییر او تبدیل په نظام کې یو اصل دی او موخه یې خلکو او نظام ته خدمت کول دي. نوموړي په ریښتینولۍ سره د چارو ترسره کولو ډاډ ورکړ او له مسئولینو څخه د همکارۍ او چارو ښه ترسره کولو غوښتونکی شو.
د یادونې وړده، چې د عوایدو او ګمرکونو نوی معین تردې وړاندې د ښاروالیو د چارو د تنظیم د مسلکي او فني معاون په توګه دنده ترسره کوله.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS