د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د اوومې ناستې تخنیکي کاري ګروپونو په کار پیل وکړ

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 04 2019 4:24 PM
ګډ کمېسیون

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ افغان لوړ پوړي پلاوي د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ بین الحکومتي کمېسیون د جوړیدو په موخه د تاجیکستان هیواد پلازمېنې دوشنبې ته سفر کړې، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د یادې اوومې ناستې څلورو ګروپونو د افغانستان ترانسپورټ وزارت د ریل پلټۍ ادارې د رئیس ښاغلي یما شمس او د تاجیکستان هیواد د ترانسپورټ وزارت لومړي مرستیال ښاغلي میرزا زاده سهراب، په ګډه مشترۍ په کار پيل وکړ.

د دې ناستې په پیل کې د تاجیکستان لوري د افغانستان پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د افغانستان د ترانسپورټ وزارت د ریل پټلۍ رئیس له مقابل لوري څخه د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د اوومې ناستې له کوربه توب څخه مننه وکړه.

ګډ کمېسیون

یاده ناسته څلور کاري ګروپونه په ۱. اقتصادي او سوداګرۍ، صنعت، نقلیات او ترانسپورټ، ګمرک او استندرد جوړونه، ۲. انرژۍ، د اوبو ذخیرې، نفت او ګار، ۳. کرنه، چاپیریال ساتنه، د اضطراري حالاتو مخنیوی او بیمه، ۴. کلتور، لوبې او سیاحت، عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې لري.

یاد څلور ګروپونه به په بېلابیلو موضوعاتو بحث وکړي او د دواړو هیوادونو تر منځ به د پروتوکول موارد د لاسلیک لپاره نهایې کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS