له تاجیکستان سره په پوله د بدخشان ولایت په سرحدي سیمو کې د برېښنا رسونې پروژې پرانیستل شوې

admin_mof
Sun, Jul 07 2019 3:01 PM
برقتاجکستان

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه نېټه  د بدخشان ولایت لېرې پرتې ولسوالۍ مایمي (درواز بالا) ته د سفر په مهال له تاجیکستان سره په ګډه پوله د دغه ولایت په سرحدي سیمو کې د برېښنا رسونې څو پروژې پرانیستې.

په دې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس ښاغلي امان الله غالب، د ټرانسپورټ وزارت اوسپنې کرښې ملي ادارې رئیس ښاغلي یما شمس او د دولتي ادارو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

برق

د بدخشان ولایت مایمي په ولسوالۍ کې د برېښنا رسونې پروژو له جملې، ۱۹ پایې ټرانسفارمرونه پرانیستل شول، چې د ټرانسفارمرونو مجموعي وړتیا ۱۰۵۰ کلیوواټه دی. دغه ټرانسفارمرونه ۶۵۶ کورونو ته برېښنا ورکوي او د ۵۶۰۰ تنو په خواشا کې ګټه ترې اخلي.

همدا شان نور ۹ پایې ټرانسفارمرونه چې د شغنان شش په نامه یادېږي او ۵۵۰ کلیو ولټه ټولیز ظرفیت لري، د شکاشم، نسي او مایمي (درواز بالا) په ولسوالیو کې نصب شول او ۴۳۰ کورنیو ته د برېښنا رسولو زمینه برابروي.

برق تاجکستان

په پای کې د یادو ټرانسفارمرونو نصبولولو قرارداد د افغانستان برېښنا شرکت او پامیر انرژي شرکت ترمنځ وشوه، دغه پروژې د المان هیواد او اغا خان بنسټ له خوا تمویلېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS