د مالیې وزارت سرپرست او د ایران سفیر د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزو مناسباتو په ټینګېدو ټینګار وکړ
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د زمري میاشتې په ۲ نېټه د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د بانکي فعالیتونو په موخه په چابهار بندر کې د افغانستان د بانکونو د څانګو په جوړېدو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په پراخېدو، منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د ایران د توکو په ټرانزیټ، ټرانسپورټي او ګمرکي همکاریو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتي او وارداتي توکو په لګښت، ګمرکي اطلاعاتو په راکړه ورکړه، اوسپنې کرښه، افغانستان ته د ایران د نیرو( انرژۍ ) وزیر په نږدې راتلونکې سفر، د ګمرکونو او سرحدي سیمو د لیدلو په هدف ایران ته د افغان پلاوي په سفر او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
