په مالیې وزارت کې د بدلونونو نوی څپې
د مالیې وزارت د وړاندېز او د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې د لا زیاتو اصلاحاتو د پلي کیدو په موخه نن د زمري میاشتې په ۲مه نېټه د مالیې وزارت په ځینو کلیدي برخو کې نوي بدلونونه راغلل.
د یاد حکم له مخې، ښاغلی ساجد تقوا د مالیې وزارت د دفتر ریاست د لوی رئیس په توګه، ښاغلی اختیار ولي د خزاینو د لوی رئیس په توګه، ښاغلی سید خالد احمد د پالیسۍ او ملي پروګرامونو د تحلیل لوی رئیس په توګه او ښاغلی مقبول احمد د پالیسۍ ستر سلاکار په توګه ګمارل شوي دي.
یاد نوي ټاکل شوي رئیسان د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام د ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي له لوري د مالیې وزارت اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول. د مالیې وزارت سرپرست په دې پیژندغونډه کې نویو ټاکل شویو رئیسانو ته د مبارکۍ تر څنګ د دې وزارت د پخوانیو رئیسانو له کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه نوي ټاکل شوي رئیسان باید خپلې اړوندې دندې په پوره جدیت او صداقت سره تر سره کړي همداشان د مالیې وزارت کارکوونکو ته یې هدایت ورکړ چې خلکو ته د خدمتونو د ښه وړاندې کولو په موخه له نویو رئیسانو سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې پیژندغونډه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، د پالیسۍ مرستیالې اغلی ناهید سرابي، د اداري معینیت سرپرست ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
