د مالیې وزارت خبرتیا!

admin_mof

د ماليې وزارت هغه خبرونه او ګنګوسې، چي په رسنیو کي د مالیې وزارت اړوند د ښځینه کارکوونکو په اړه خپرې سوي دي، چي ګواکي دې وزارت خپلي ښځینه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پرځای یې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي راغوښتي؛ ردوي او داسي لیکي:

د مالیې وزارت اړوند يوازي د عوایدو عمومي ریاست د کاري فشار راکمولو او د چارو د چټکتیا په موخه خپلو ښځینه کارکوونکو ته اختيار ورکړی، چي کولای سي د خپلي کورنۍ کوم نارينه غړی د خپل ځای ناستي په صفت یاد ریاست ته ورمعرفي کړي، تر څو د یاد رياست په ورځنيو چارو کي خنډ واقع نه سي.

د دې موضوع په تړاو د ښځینه کارکوونکو له لوري د کورنۍ غړو معرفي کول اختیاري دي او د نه معرفي په صورت کي به هم د ښځینه کارکوونکو بستونه خوندي وي.

وروستي اعلانونه

Back to announcements