د مالیې وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر د خبرو اصلي محور سیمه ایزه نښلونه او د افغانستان او اروپایي تولنې دوه اړخیزه همکاري وه

admin_mof
Thu, Sep 26 2019 12:38 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۳ مه نېټه د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له سفیر ښاغلي پییرمیادون، سره په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست، د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د اروپایي ټولنې له ۸ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې مننه وکړه او دواړو لورویو د بروکسل په ښار کې د سیمه ایزې نښلونې په کنفرانس، د سیمه ایز اتصال په برخه کې د اروپایي ټولنې په مرستو او رول، د افغانستان او د دې ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد د کار په پرمختګ، د کار د چټکتیا په موخه د ولسي تړون پروګرام د بررسي او نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د اروپایي ټولنې سفیر وویل، چې د روان کال نوامبر په میاشت کې د اروپایي ټولنې پارلمان پرانیستل کېږي او نوي غړي به یې هم له افغانستان د مرستو د دوام غوښتونکي وي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل، د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره چې کوم پرګرامونه پلي کېدونکي دي، موږ غواړو چې د نړیوالې ټولنې یو ښه شریک و اوسو نه د یوه مرسته غوښتونکي هیواد په توګه. نوموړي زیاته کړه، چې د انرژۍ، سوداګرۍ او سیمه ایز اتصال په برخه کې د اروپایي ټولنې له مرستو د زړه له کومي مننه کوم.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS