د مالیې وزارت سرپرست: افغانستان د اسیا پراختیایې صندوق (ADF) په ناستو کې به د لومړیتوب لرونکو مهمو پروژو تمویل وړاندی کړي

Anonymous (not verified)
Sun, Oct 13 2019 9:14 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک له رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو، سره په مالیې وزارت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسیا پراختیایې صندوق په ناستو، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې ترسره شي، د دې مجلسونو د څنډو په ناستو او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې افغانستان به د اسیا پراختیایې صندوق او د څنډو په ناستو کې د دې بانک له مشرانو سره د اوبو د مدیریت سرچینې، کرنې، کارموندنې، بېوزلۍ کمولو، د کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت، د طبیعي سرچینو زېربنا، راتلونکي کې له اداري فساد سره د مبارزې پلان او اقداماتو، اقتصادي ودې، د حیواني محصولاتو په صادرولو او یو شمېر نور موضوعات روښانه کړي.

د اسیایي پراختیا بانک رئیس وویل، چې افغانستان د لویو پراختیایې پروژو د تمویل لپاره پور اخیستنې ته اړتیا لري او د پور اخیستنې اعتبار لوړولو لپاره اړینه ده چې باید د ملي عوایدو د ودې لپاره چې د پایداره اقتصادي ودې سبب ګرځي، هر اړخیزه ستراتېژي ترتیب کړي. د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک رئیس، په یادو برخو کې د تخنیکي همکاریو لپاره ډاډ  او چمتووالی وښود. نوموړي زیاته کړه، چې باید له افغانستان سره مرستې د دې هیواد د ملي بودیجې له لارې وشي چې دا کار د افغانستان ادارو د پیاوړتیا سبب کیږي.

خبر

همداشان دواړو لوریو د ( کریک) په نامه د مرکزي اسیا د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان هیوادونو ناستې چې د افغانستان په کوربه توب به په کابل کې تر سره شي، د تر سره شویو اقداماتو په اړه بحث وکړ.

په پای کې د مالیې وزارت سرپرست، د اسیایي پراختیا بانک له مرستو مننه وکړه، او ویې ویل، چې د نوموړي بانک مرستې هغه ډله مرستې دي چې د خلکو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د ملي بودیجې له لارې لګول کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS