د مالیې وزارت مشرتابه په کابل پوهنتون کې د دردوونکي پېښې په مناسبت فاتحه واخیسته

admin_mof
Thu, Nov 05 2020 8:50 AM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د لړم میاشتې په ۱۳ مه نېټه د کابل په پوهنتون کې د تېرې ورځې دردوونکي پېښې له کبله د مالیې وزارت له لوري د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د مالیې وزارت کارکوونکو د قران عظیم الشان ختم او د تېرې ورځې تروریستي پېښې شهیدانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل، شهیدانو ته یې د فردوس جنت، ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا او کورنیو او دوستانو ته یې د الله له درباره د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، په روزنیزو او تحصیلي مرکزونو باندي برید په ځانګړي توګه د تېرې ورځې تروریستي پېښه د افغانستان په مظلوم ولس یو ستر جنایت وباله. هغه زیاته کړه، چې پر تحصیلي مراکزو باندي برید د اسلام د سپېڅلي دین او اسلامي شریعت خلاف عمل دی. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان دښمنان نه غواړي چې زموږ ولس دي پوهه او سوکاله ژوند ولري. هغه د یوه مسلمان وژل د انسانیت وژل وبلل او د افغانستان خلک یې د جنایت په وړاندي ملي پیوستون ته راوبلل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS