مالیې وزارت ملت ته د دولت حساب ورکولو په نوم د ۱۳۹۹ مالي کال کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه وړاندې کړل

admin_mof
Thu, Jan 21 2021 9:13 AM
خبر

مالیې وزارت د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه «ملت ته د دولت حساب ورکولو» په نوم د ۱۳۹۹ مالي کال کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې خلکو ته وړاندي کړل.

په دې پروګرام کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د څارنې، تحلیل او راپور ورکونې عمومي رئیس او د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي محمد ناصر صدیقي، او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود، د مالیې وزارت مشرتابه، د ملي بودیجې، د پالیسۍ او بېړني حالت د کود د لګښتونو، د کرونا له ویروس سره د مبارزې په موخه د مالي سرچینو مدیریت، د دریو کلونو د لګښتونو پرتله، د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د مسودې د ترتیب، بهرنیو مرستو او له مرسته کوونکو سره د مالي هوکړو د ژمنې، د پیسو له نړیوال صندوق سره د سهل او بېړنیو پورونو د پروګرام، د عامه مالي ریفوم د کړنو او ښه کېدو، د استخدام او تقاعد خزینې په برخو کې د اصلاحاتو پلي کېدو، د ملکي خدمتونو د کارکوونو د معاشونو، ملي عوایدو راټولېدو، په عوایدي سرچینو کې د سیستم په پراخېدو او اصلاحاتو، په عوایدي سرچینو کې د پراخو اصلاحاتو پلي کېدو، د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس په بریالي ترسره کېدو او یو شمېر نورو اړینو او اړوندو مسایلو په تړاو معلومات وراندې کړل.

په پیل کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د مالیې وزارت د دندو، ماموریت او موخو تشریح کولو ترڅنګ وویل:" د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه ټول ټال۵۰۰،۵ میلیارده افغانۍ وه، چې له دې جملې ۳۰۶،۲ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۹۴،۲ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودیجه تشکیلوي. د عادي او پراختیایي بودیجې لګښت سره له دې چې کرونا ویروس او عمومي قرنطین دولتي او خصوصي دفترونه او ادارې د څو میاشتو لپاره تړلې وو، خو د ملي بودیجې پلي کول په نورماله بڼه روان وو او د مالي کال تر پایه ۴۳۷ میلیارده افغانۍ له عادي او پراختیایي بودیجې څخه لګول شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د پالیسۍ ۹۱ کود د لګښت مقرره د کابینې له لوري منظور شوې ده، چې پر بنسټ یې له منظورۍ څخه وړاندي له ۹۱ کود څخه هر ډول لګښت د مشخصې کمېټې له لوري ارزول کېږي، چې له ارزونې او تائیدۍ وروسته یې د جمهوري ریاست عالي مقام حکم اخیستل کېږي. په همدې اساس په دې کار سره موږ وکولی شول په ۱۳۹۹ مالي کال کې له ۹۱ کود څخه د نورو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی راولو."

د مالیې وزارت مالي مرستیال زیاته کړه، چې په روان کال کې د مجموعي لګښتونو کچه د تېر کال په پرتله د ۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت زیاتوالی ښیي، دا په داسي حال کې ده چې د ۱۳۹۸ مالي کال په پرتله پراختیایي بودیجې ۲۲ میلیارده افغانۍ زیاتوالی او د ۱۳۹۷ مالي کال په پرتله د ۳۴ میلیارده افغانیو په ارزښت زیاتوالی ښيي، چې عمده دلیل یې په غوره توګه د پراختیایي پروژو پلي کول او په دې سربېره د کرونا له ویروس او منفي اغېزو سره یې د مبارزې پروګرامونو او پروژو پلي کول دي.

خبر

هغه وویل، چې مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې مسوده ترتیب او د تصویب لپاره یې د هیواد پارلمان ته استولې وه چې دوه ځلې د پارلمان له لوري رد شوه اوس مهال مالیې وزارت په درېمه مسوده کار کوي چې د را روانې اوونۍ په پیل کې به پارلمان ته واستول شي. ده زیاته کړه د مالیې وزارت تخنیکي ټیم د هیواد ۱۷ ولایتونو ته سفرونه کړي او د دې ولایتونو له مدني ټولنو، سیمې له خلکو، دیني علماوو، خصوصي سکټور او ولایتي چارواکو سره یې په ملي بودیجه کې د هغوی د اړتیاوو او لومړیتوبونو شاملولو په موخه سلا مشورې کړي دي او د هغوی د اړتیاوو په پآم کې نیولو سره یې پروګرامونه لومړیتوب بندي کړي او د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې په مسوده کې یې ځای ورکړی دی. دې موخې ته د رسېدو لپاره مالیې وزارت ۳۴ ولایتونو ته د نفوسو، بېوزلۍ کچې او پراختیاي کچې په پام کې نیولو سره د خلکو وړو پروژو ته ۳ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړي دي. دغه پیسي په ولایتونو کې د خلکو له خوا د ټاکل شویو پروژو د پلي کولو په موخه لګول کېږي. ښاغلي ځدراڼ وویل، چې په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو غوښتنه کوو، څو په ټاکلي موده کې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو او د حکومت د عملیاتي لګښتونو په موخه د ملي بودیجې طرحه هر څومره ژر چې کېدای شي تصویب کړي.

ښاغلي ځدراڼ وویل چې د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې له مالیې وزارت سره د ۲.۵ میلیارده ډالرو مالي هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي او مالیې وزارت په بریا سره د پیسو له نړیوال صندوق سره د لوی اقتصاد د ثبات او مالي پایدارۍ لپاره د اسانه پور پروګرام تر سره کړ چې په پایله کې د پیسو نړیوال صندوق مدیره پلاوي ۲۲۰ میلیونه امریکایې ډالر په ۲۰۲۰ کال کې د هیواد د ملي بودیجې سره د مرستې لپاره تایید او د حکومت خزانې ته انتقال شول.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، چې په روان مالي کال کې د ملکي خدمتونو د کارکونکو معاشونه به دریو قوانینو؛ د ملکي خدمتونو د کارکونکو قانون، د دولتي لوړپوړو چارواکو د معاشونو قانون او د دولتي چارواکو د معاشونو د تنظیم قانون له مخې ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې لومړنیو محاسباتو ته په کتو سره که چیرې د ملکي خدمتونو د کارکونکو په معاشونو کې ۱۰۰۰ افغانۍ زیاتوالی راځي شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ مالي فشار رامنځته کوي خو په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د هدایت له مخې یوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده څو د معاشونو د زیاتوالي اقتصادي تحلیل او ارزونه وکړي او راپور یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړې.

په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد وویل: په سېمه او نړۍ کې د کرونا ویروس له خپریدو سره موږ ونشو کولی چې د عوایدو راټولیدو په برخه کې ټاکل شوي هدف ته ورسیږو. په ۱۳۹۹ مالي کال کې د عوایدو راټولیدو لپاره ۱۷۷ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو چې مالیې وزارت وکولی شول د مالي کال تر پایه ۱۷۴،۵ میلیارده افغانۍ راټولې کړي.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین زیاته کړه د اداري فساد سره د مبارزې او په اغیزمنه او شفاف ډول د مالي سرچینو د مدیریت لپاره، له ټکنالوژۍ او له نویو سیستمونو څخه ګټه واخیستل شي. په راتلوونکو کلونو کې به ټولې پروسې لکه بودیجه جوړونه، تادیات، د عوایدو راټولیدو او ګمرکي محصول او غیرمالیاتي عوایدو راټولیدل به د دې سیستمونو څخه په ګټې اخیستنې پلي شي.

ښاغلي شیرزاد زیاته کړه چې د افغانستان حکومت غواړي څو ټول عملیاتي لګښتونه له کورنیو عوایدو تمویل کړي. نوموړي په ټول وزارت کې د ازادې سیالۍ له لارې د وړ کسانو ګمارل، په مالیاتي عوایدو او غیر مالیاتي عوایدو په برخه کې د الکترونیکي سیستمونو تجهیز، په زیاتیدونکي ارزښت باندې د مالیې معرفي او د الکترونیکي اظهار پاڼې مالي ځان بسیاینې ته د رسیدو موخو لپاره د مالیې وزارت له اصلاحاتو څخه یاد کړل.

خبر

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي محمد ناصر صدیقي وویل، سره له دې چې په نړۍ کې د کرونا ویرس خپور او د نړۍ ستر اقتصاد یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړ، له نېکمرغه مالیې وزارت وکولی شول د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس په ښه توګه مدیریت او د نړیوالې ټولنې مرستې ځان ته راجلب کړي. ټاکل شوې ده چې د راتلونکو څلورو کلونو مودې لپاره نړیوال بنسټونه او مرسته کوونکي هیوادونه ۱۳،۴ میلیارده امریکایي ډالره له افغانستان مرسته وکړي.

همدا شان نوموړي، ځان بسیاینې ته د رسېدو او پایداره مالي ودې لپاره د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي چوکاټ ترتیب او په یاد کنفرانس کې یې وړاندي کول د مالیې وزارت له سترو لاسته راوړنو وبلل.

ښاغلي صدیقي وویل، چې د افغانستان د حکومت د سولې او پراختیا دویم ملي چوکاټ او دوه اړخیزه حساب ورکړې سند، ژمنو پلي کول، له نړیوالې ټولنې او شریکانو سره د ژمنو څارنه او مرستو همغږي د مالیې وزارت له مسؤلیتونو څخه شمېرل کېږي، چې مالیې وزارت او د افغانستان حکومت په ۱۳۹۹ مالي کال کې وکولی شول خپلې ژمنې بشپړي کړي دي. نوموړي وویل چې روان کال هم د اروپایې ټولنې سره د دولت جوړونې قرارداد له مخې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې ۲۰ سلنه نورې ژمنې به هم ژر بشپړي شي چې د دې ۲۰ سلنه ژمنو په پلي کولو سره به د افغانستان حکومت ۱۰۰ میلیونه یورو تشویقي مرسته ترلاسه کړي.

خبر

د دې کنفرانس په پای کې د مالیې وزارت د رهبرۍ له لوري د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS