د مالیې وزارت خبرتیا

admin_mof
خبر
ګرانو هیوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د هیواد ټول ګمرکونه د توکو او سوداګریزو اقلامو د صادرولو او واردولو پر مخ پرانیستي دي او په دې برخه کې هیڅ راز ستونزه شتون نه لري. ملي سوداګر کولی شي د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د خپلو توکو پړاوونه په نورمال ډول ترسره کړي.
په دې وروستیو کې د عمومي خلکو ترمنځ د ښارونو او د هیواد د سرحدي ګمرکونو د قرنطین کېدو اوازې خپرې شوې دي او په پایله کې یو شمېر هټیوالو د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې کړي دي، چې د مالیې وزارت دغه مسئله په قاطعیت او کلکه ردوي او ګرانو هیوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې یاده مسئله په هیڅ ډول حقیقت نه لري او ریښتینې نه ده.

 

وروستي اعلانونه

Back to announcements