د فساد او کم کارۍ ستونزو ته د رسېدو په موخه له خلکو سره د مالیې وزارت د سرپرست ناسته

admin_mof
Sun, May 23 2021 9:18 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د فساد، کم کارۍ او د مالیې وزارت د کارکوونکو او مسؤلینو د ناوړه چلند په څېر ستونزو ته د رسېدو په موخه د خلکو له مختلفو قشرونو سره د دې وزارت په خیبر هال کې نېغ په نېغه وکتل.

په دې لیدنه کې مختلفو قشرونو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه مخامخ د مالیې وزارت له سرپرست، سره شریک کړل.

د مالیې وزارت سرپرست، د دوی د ستونزو اورېدو ترڅنګ ژمنه ورسره وکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او امکاناتو په پام کې نیولو سره به یې ستونزو ته رسېدنه کېږي.

خبر

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت سرپرست، د حکومت په کچه د یوه بېساري اقدام په ترسره کولو، د پنجشنبې په ورځو له (۱-۳ بجو پوري) د مختلفو قشرونو (مالیه ورکوونکو، ملي سوداګرو، د خصوصي سکټور استازو او عامو خلکو) سره له نږدې لیدنه او خبرې کوي، څو د دوی ستونزې له نږدې واوري او د نافذه قوانینو په رڼا کې د حل لارې ورته ومومي.

---

 

هرڅوک کولی شي؛ د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د مالیې وزارت له مشرتابه سره مخامخ په ازاده توګه وویني، دوه ورځې وړاندې په دغه ایمېل پته (complaint@mof.gov.af) په ناسته کې ګډون وکړئ او یا د دفتر عمومي ریاست، د همغږۍ او څارنې ریاست، شکایتونو ته د رسېدو امریت له دغو شمېرو (0202924187) (0202924190) سره اړیکه ونیسئ.

Latest news

Tue, Jun 22 2021 8:12 AM
Background image

Acting Minister of Finance meets Director-General of Afghanistan National Standard Authority

Mohammad Khalid Payenda, Acting Minister of Finance met with Zabihullah Ziarmal, Director of Afghanistan National Standard Authority (ANSA) in Afghanistan Custom and Revenue Department.. . .

Mon, Jun 07 2021 1:32 PM
Background image

Afghan Government Shows Progress in Curbing Gender-Based Violence in Education and Health Sectors

​​​​​​​Kabul June XX -The Ministry of Finance of the Islamic Republic of Afghanistan and the World Bank have

BACK TO NEWS