د مالیې وزارت سرپرست د دې وزارت د بودیجې او خزاینو عمومي ریاستونو یو شمېر کارکوونکي وستایل

admin_mof
Wed, May 26 2021 2:35 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې وزارت د بودیجې او خزاینو عمومي ریاستونو یو شمېر کارکوونکي د دوی د ګټورو او اغېزمنو خدمتونو په وړاندي کولو سره وستایل. په دې مراسمو کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو حضور درلود، مراسم د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

د بودیجې عمومي ریاست لوی رئیس سید نصیر احمد ، په خپله پرانیستې وینا کې د مالیې وزارت له سر مشرۍ څخه د مننې ترڅنګ د دې پروګرام په تړاو وویل، چې د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي کول ښې پایلې لري، چې یو یې هم د غوره کارونو ترسره کولو په سبب د کارکوونکونکو هڅول دي.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې له کوچني اختر څخه وړاندې دولتي ادارو د معاشونو اجرا کولو په برخه کې ستونزه لرله او د بودیجې او خزاینو عمومي ریاستونو کارکوونکو د روژې په مبارکه میاشت کې د فشار او هلو ځلو په ترسره کولو سره وکولی شول د ۴ ورځو په موده کې د معاشونو ورکړې ستونزه هواره کړي او په حقیقت کې د دوی هلې ځلې د ستایلو وړ دي. د ستاینلیکونو ورکړه په دې معنی ده چې کارکوونکو په خپلو ور سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې ځیني وختونه د دا ډول ستونزو د له منځه وړلو او کاري پرمختګ لپاره کاري روش بدلولو ته اړتیا وي. د تګلارې په تغییر سره ښه مدیریت، خدمتونو وړاندي کول کولی شي دولت ته د خلکو باور را جلب کړي.

خبر

د مراسمو په پای کې د مالیې وزارت سر مشري د بودیجې او خزاینو عمومي ریاست وړ کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS