د هيواد له بېلابيلو مستوفیتونو او ګمرکونو څخه د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني د لوی رئیس او ورسره مل پلاوي د لیدني بشپړ راپور

admin_mof
Mon, Dec 20 2021 3:38 PM
خبر

د مالیې وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د کورنۍ پلټني د لوی ریاست پلاوي چي مشري یې د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد کول د هيواد بېلابيلو ولایتونو ته سفرونه وکړل ترڅو د دغو ولایتونو د مستوفیتونو او ګمرکونو چاري له نږدې څخه وارزوي او په اړه یې وزارت مقام ته خپل بشپړ راپور وړاندي کړي.

په همدې ترڅ کي د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني د لوی رئیس په مشرۍ یو پلاوی چي د دغه ریاست د درغلیو، کشف او سیسټمونو پلټني رئیس، د ګمرکونو، عوایدو دپلټني او د بودجې او خزاینو پلټني سرپرست رئیسانو پکښي ګډون درلود د هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، میدان وردګ، غزني، لغمان، ننګرهار، بلخ، جوزجان، فارياب، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او پروان ولايتونو د مستوفیتونو او همدارنګه د تورغونډۍ، هرات، اسلام قلعه، ابو نصرفراهي، نيمروز،کندهار، سپين بولدک، ننګرهار، طورخم، بلخ، حيرتان،آقينې، شیرخان بندر او تخار ګمرکونو له مسؤلینو او مامورینو سره له نږدې لیدني او کتني وکړې، چي پرمهال يې د هغوئ ستونزي او وړاندیزونه واوریدل او د حل په موخه یې د دغو ادارو مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.

انجینر عبداللطیف خالد د دغو ادارو مامورینو ته په خپلو خبرو کي وویل، چي په خپل ټول توان سره هڅه وکړي ترڅو سوداګرو او مالیه ورکونکو ته لازمي اسانتیاوي برابري کړي، چي ملي عواید په سمه توګه راټول او هيواد د ځان بسایني په لور روان سي.

د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چي د دوئ هغه ستونزي او وړاندیزونه چي په اړه یې باید د مالیې وزارت رهبري پرېکړه وکړي له مرکز سره شریکي کړي ترڅو ورته د اړونده قوانینو او مقرراتو په رڼا کي د حل لاري پيدا سي.

د دې ترڅنګ ښاغلي عبداللطیف خالد د جوزجان او سمنګان ولایتونو د مستوفیانو په شتون کي د جوزجان او سمنګان ولایتونو له والیانو سره لیدنه وکړه او له هغوئ څخه یې وغوښتل چي د مستوفیت په چارو کي له مستوفي صاحبانو سره هراړخیزه همکاري وکړي.

د جوزجان او سمنګانو ښاغلو والیانو ډاډ ورکړ چي د پخوا په څېر به له مستوفیت سره خپلي همکارۍ ته دوام ورکوي ترڅو دولتي عواید په سمه توګه راټول او منابع په اغیزمن ډول وکارول سي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د یادو مستوفیتونو او ګمرکونو د ستونزو د هوارۍ په موخه د عوایدو او ګمرکاتو معینیت او همدارنګه د نورو اړونده ادارو له مشرتابه سره هم ورته ناستي ترسره سوې چي پرمهال يې د کارکوونکو او مراجعینو ستونزي او وړاندیزونه د دغو ادارو له مسؤلینو سره شریک سول.

بايد وویل سي چي، د کورنۍ پلټني لوی ریاست به د مالیې وزارت د رهبرۍ له لرلید سره سم په چارو کي د روڼتیا رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو د هيواد له مالي منابعو څخه په سمه توګه ساتنه وسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS