د کورنۍ پلټني عمومي ریاست د خپلو ولایتي سفرونو راپور له وزارت مقام سره شریک کړ

admin_mof
Sun, Jul 03 2022 4:36 PM
خبر

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني عمومي ریاست د هرات، نیمروز، فراه او بادغیس ولایتونو د ګمرک او مستوفیتونو څخه د لیدنو راپور د مالیې وزارت له رهبرۍ سره شریک کړ.

په همدې موخه د مالیې وزارت په مقام کي غونډه جوړه سوې وه، چي  پکي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند، د ګمرکونو لوي رئیس مفتي عبدالمتین سعید او د اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.

د کورنۍ پلټني عمومي ریاست د یادو ولایتونو د ګمرکونو او مستوفیتونو د وضعیت ارزوني؛ په ګمرکونو کي د سوداګرو د ستونزو، د سوداګریزو توکو د طی مراحلو بهیر، د سیسټمونو فعالیت، د مسلکي اشخاصو شتون، د سوداګریزو توکو اسناد، د فساد شتون، د تعرفې ټیټوالی او له همسایه هیوادونو سره د سوداګرۍ د څرنګوالي په تړاو او په دې برخو کي د موجودو ستونزو هر اخیز راپور د مالیې وزارت له رهبري سره شریک کړ.

خبر

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د راپور له اورېدو وروسته په یادو ګمرکونو او مستوفیتونو کي د شته ستونزو د حل په موخه  سپارښتنه وکړه، تر څو یاد راپور دي د ګمرکونو لوي ریاست سره په کتبي بڼه شریک سي او یاد ریاست دي د ستونزو د حل په موخه منظم پلان جوړ کړي او د یوې میاشتي په موده کي دي موجودو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه وسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS