د ولایتي مستوفیتونو اداري عمومي مدیرانو لپاره انلاین روزنیز پروګرام ترسره سو

admin_mof
Sun, Feb 12 2023 4:02 PM
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د مالي او حسابي عمومي ریاست سره په همږغۍ د ولایتي مستوفیتونو د عمومي اداري مدیرانو لپاره د انلاین اوونیز روزنیز پروګرام ترسره کړ.
دغه پروګرام کي، چي د ماليي وزارت په خيبر هال کي چمتو سوی و، د ماليې وزارت د بشري سرچینو رئيس مولوي احمدشاه شاکر، د ماليې وزارت مالي او حسابي رئيس، احمدشاه احمدزي او د دې رياست يو شمېر کارکوونکو ګډون کړى و.
مولوي احمدشاه شاکر په خپله پرانیستې وینا کي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اداري مدیریت د مستوفیت یوه له مهمو برخو څخه دی، چي د ټولو څانګو د مدیریت، څارني او کنټرول دنده په غاړه لري؛ نو له دې روزنیز پروګرام څخه مثبتي پایلي ترلاسه او خپلي وړتیاوي لوړي کړئ. هغه زیاته کړه، تاسي د دې بستونو وړ یاست، نو د قناعت وړ خدمات وړاندي کړئ او خپلو کارونو کي صادق واوسئ.

خبر

وروسته بیا مالي او حسابي رئیس محترم احمدشاه احمدزي د یاد پروګرام په اړه لنډ معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چي مستوفیتونه په ولایتونو کي د مالیې وزارت استازي دي او د وزارت د موخو په ترلاسه کولو کي حمایوي او خورا مهم رول لري. ستاسي څخه دا تمه لرو، چي د موخو، بنسټیزو فعالیتونو، تدارکاتو او خدماتو په برخه کي خپل معلومات په کافي اندازه زیات او خلکو ته غوره خدمات وړاندي کړئ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS