د مالیې وزارت د حکم پر بنسټ یو شمېر ولایتونو ته نوي مستوفیان ور وپېژندل سول

admin_mof
Sun, Aug 13 2023 5:11 PM
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ځانگړي حکم پر بنسټ او کار اهل د کار ته دسپارلو، له مسلکي کادرونو څخه په بېلابېلو موقفونو کي اغېزمني ګټني اخیستلو په توګه د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شېر محمد مشفق له خوا د بلخ، پروان، پکتيا، غزني، لغمان او ننگرهار ولایتونو لپاره نوي مستوفيان د دغه ولایتونو والیانو او اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.
د پېژندغونډو پر مهال د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي مولوي شېر محمد مشفق، ګډونوالو ته یادونه وکړه، چي ولایتونو ته مستوفيان د مالیې وزارت د حکم او لزوم دید پر بنسټ ټاکل کېږي، تغییر او تبدیل هغه اصل دی چي تجربې سره شریکېږي او نوښتونه رامنځته کېږي. نوموړي، د یادو ولایتونو له مخکنیو مستوفیانو څخه مننه وکړه، چي په خپلو کاري مودو کي ئې غوره خدمات وړاندي کړي او د ملي عوایدو په را ټولو کي ئې چټګ ګامونه پورته کړي دي. همدا راز نوموړي، نویو مستوفیانو ته په ور سپارل سویو چارو کي د لا بریا او ښو خدمتونو وړاندي کولو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چي ښاغلی منصورالحق ذاکر د بلخ ولايت، ښاغلی مولوي عبدالوهاب د پروان ولايت، ښاغلی ضياء الحق عثمان د پکتيا ولايت، ښاغلی مولوي محمد فاروق انصاري د لغمان ولايت او ښاغلی عصمت الله سليمي د ننگرهار ولايت د مستوفيانو په توګه معرفي سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS