د اقینې په سرحدي ګمرک کي د کورني ټرانزیټ (T1) پروسه له ګمرکي پړاوونو وایستل سوه

admin_mof
Tue, Aug 22 2023 2:37 PM
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د سوداګرو په غوښتنه او دوی ته په ګمرکي پړاوونو کي د لا اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اقینې په سرحدي ګمرک کي د کورني ټرانزیټ (T1)پروسه له ګمرکي پړاوونو څخه وایستله.
دا چي د فاریاب محصولي ګمرک د اقینې له سرحدي ګمرک څخه له (نیم کیلو متر) څخه کمه فاصله لري؛ نو د ( T1 ) ترتیبولو پروسې د سوداګرو د وخت ضایع کېدو تر څنګ ګمرکي پړاوونه هم پېچلي کړي وه. یادو ستونزو ته په کتو سره د ګمرکونو لوی ریاست رهبرۍ پرېکړه وکړه، چي دغه پروسه له ګمرکي پړاوونو څخه وباسي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دئ، ترڅو د ګمرکي پړاوونو په اسانه کولو سره سوداګرو ته لا اسانتیاوي برابري کړي او په دې برخه کي د سوداګرو اصولي غوښتني هم ومني.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS