له پاکستان څخه د افغان کډوالو د مالونو پر لېږدوونکو وسایطو خاک پولي معاف سوه

admin_mof
Sat, Oct 14 2023 9:16 AM
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ، له افغان کډوالو څخه د ملاتړ او دوی ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له پاکستان هیواد څخه د دوی د اموالو پر لېږدوونکو وسایطو خاک پولي معاف سوه.
له دې وړاندي د افغان کډوالو د مالونو بار د افغاني ثبت سوو لاریو موټرونو څخه د افغانستان خاوري ته د داخلېدو پر مهال (۲۵۰۰) افغانۍ، له کوچنیو موټرونو څخه (۱۵۰۰) افغانۍ او له بهرنيو لاريو څخه (۵۰۰۰) افغانۍ او د کوچنیو موټرونو څخه ئې (۳۰۰۰) افغانۍ د خاک پولي په نوم اخیستل کېدې، چي بانکونو ته د یادو پیسو تحویلي د ګڼي ګوني لامل کېده او زیات وخت ته ئې اړتیا لرله، چي له دې سره افغان کډوالو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته ستونزي جوړېدې؛ نو د یادو ستونزو د حل او له افغان کډوالو څخه د ملاتړ په موخه د مالیې وزارت مقام پرېکړه وکړه، چي د یادو وسایطو خاک پولي معاف کړي.
د یادوني وړ ده، چي د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړي له مخي، چي افغان کډوال دي خپل هیواد ته ستانه سي، هره ورځ د هیواد د ګمرکونو له لاري د افغان کډوالو په اموالو بار لسګونه موټرونه هیواد ته داخلېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS