د مالیې وزارت مالي مرستیال د اسلامي پراختیا بانک (ISDB) او د ژوند معیشیت وجهي صندوق (LLF) له رئیسانو سره وکتل

admin_mof
Wed, Feb 27 2019 3:01 PM
د مالیې وزارت مالي مرستیال د اسلامي پراختیا بانک (ISDB) او د ژوند معیشیت وجهي صندوق (LLF) له رئیسانو سره وکتل

د مالیې وزات مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، چې سعودي عربستان ته په رسمي سفر تللی وو د  کب میاشتې په ۷ مه نېټه د جدې په ښار کې د اسلامي پراختیا بانک (ISDB) له رئیس ښاغلي ډاکټر بندرالحجار، او د ژوند معیشیت وجهي صندوق (LLF) له رئیس ښاغلي محمد عمر، سره په جلا توګه وکتل.

د مالیې وزارت مالي مرستیال د اسلامي پراختیا بانک (ISDB) او د ژوند معیشیت وجهي صندوق (LLF) له رئیسانو سره وکتل

په دې جلا لیدنو کې دواړو لوریو د افغانستان - اسلامي پراختیا بانک تر منځ د اړیکو په ټینګولو او مالي همکارۍ په پیاوړتیا، له ټکټانې پرته د اوږدمهاله پورونو په برابرولو، د زېربنایي پروژو په ملاتړ، کرنې، روغتیا، کلیو پراختیا، هغه پروژې چې د نوموړي صندوق له لارې تمویلېږي او نورو اړوندو مسایلو په تړاو د نظرونو تبادله وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS