د مالیې وزارت د عامه پانګوني د مدیریت ریاست د بودیجوي واحدونو (۶۶) پراختیايي پروژې تائید کړې!

admin_mof
Thu, Feb 22 2024 10:28 AM
....................

 

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د عامه پانګوني لوی ریاست د عامه پانګوني د مدیریت ریاست له ملي لومړیتوب سره سم د اسلامي امارت اهدافو ته د رسېدو په موخه د غوره پروژو د ټاکلو، د مالي سرچینو د سپما او د پروژو د ستراتيژیک تحلیل لپاره د بودیجوي واحدونو د پراختیایي پروژو د مالي او اقتصادي تجزیې او تحلیل مسؤلیت په غاړه لري.
دغه ریاست همدارنګه د مالي او اقتصادي تحلیل، له پانګوني وړاندي پروسې او د پراختیایي پروژو د تائید په موخه د پروژو د ارزوني له کمېټې سره د ناستو د ترسره کولو د لارښود چمتو کولو او ترتیبولو مسؤلیت لري.
د عامه پانګوني د مدیریت ریاست د پروژو د ارزوني کمېټې (PEC) له لاري له پانګوني وړاندي مرحله کي د بودیجوي واحدونو ټولي نوي پراختیايي پروژې پراختیايي لومړیتوبونو ته په کتو ټاکي؛ په همدې اساس، بودجوي واحدونو ته د متحد المال په استولو او د یادي کمېټې له لاري د غونډو په جوړولو سره توانېدلی، چي د (۱۴۰۳) مالي کال لپاره (۲۱۶) پراختیايي پروژې پیدا او له دې ډلي (۱۲۱) پروژې تر تحلیل او ارزوني وروسته تائيد کړي؛ خو د پروژو د ارزوني کمېټې د پرېکړي او د اسلامي امارت د مالي محدودیتونو او پراختیايي لومړیتوبونو په پام کي نیولو سره، بالآخره (۶۶) نوي پرمختیايي پروژې د ملي بودیجې په سند کي د شاملولو په موخه تائید سوې.
د یادوني وړ ده، چي د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دغه ریاست یوازي هغه پروژې، چي د ملي بودیجې له لاري تمویلېږي ترلاسه او اروزي او د هغو پراختیايي لومړیتوبونو پر بنسټ، چي د افغانستان په اقتصادي کنفرانس (کرنه، روغتیا، کانونو او خصوصي سکټور) کي مطرح سوي ول ټاکي، همداراز د وزارتونو او خپلواکو ادارو پراختیايي پلانونه هم پکښي شامل دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS