د هرات او آقینې ګمرکونو کارکوونکو ته جوړ سوي روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل!

syllab_admin
Wed, Jun 12 2024 2:00 PM
...............



د ګمرکونو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخي، د هرات ګمرک (۷۲) تنو کارکوونکو ته (۴۵) ورځنی او د آقینې ګمرک (۲۶) تنو کارکوونکو ته (۱۵) ورځنی جوړ سوي روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل.
په دې ورکشاپونو کي د ګمرکونو ملي اکاډمۍ د مسلکي ښوونکو له لوري یادو کارکوونکو ته د سوداګریزو توکو د تشرېح، ګمرکي تعرفې، بیي ایښودني، د دروازو مدیریت او د اسیکوډا سیسټم په برخو کي عملي او نظري زده کړي ورکړل سوې.
د یادوني وړ ده، چي د چارو د لا ښه والي او په معیاري ډول د ګمرکي طی مراحلو ترسره کولو په موخه د ولایتي ګمرکونو د کارکوونکو وړتیا لوړول د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په لومړیتوبونو کي قرار لري، چي له دې وړاندي هم زیات شمېر کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کي روزنه ورکړل سوې او دا لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS