د معلوماتي ټکنالوژۍ د روزنیزو پروګرامونو ۲۷تنو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

syllab_admin
Sun, Jun 30 2024 10:18 AM
............

د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست (۳۰) تنو کارکوونکو ته د دغه وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د ۴ میاشتو له پاره د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې روزنیز پروګرام جوړ سوی وو؛ د درسونو له بشپړاوي وروسته، ۲۷تنو ګډونوالو رقابتی ازموینه په بریالیتوب ترسره او تصدیق پاڼي ورکړل سوې.
په همدې پار د مالیې وزارت په خیبرهال کي یوه ناسته جوړه سوې وه، چي د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنير عمران احمد فرحان، د زوم بایټ ټکنالوژۍ شرکت مرستیال منیر احمد عیسی خیل، د بشري سرچینو ریاست د روزني او ظرفیت لوړوني آمر محمد نادر همایون او یو شمېر نورو کارکوونکو پکښې ګډون کړی وو.
یاده ناسته د قرآن عظیم الشان د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل سوه، ورپسې د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس په دې ناسته کي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د کارکووونکو د ظرفیت لوړوني په موخه د بشري سرچینو ریاست د هلو ځلو او همکارۍ په پایله کې د (CCNA، MCSA او Visualization) په برخو کي، چي کوم روزنیز پروګرام جوړ سوی وو، ګټور تمام سوی دئ او په راتلونکي کي به هم دغه ډول روزنيز پروګرامونه د کارکوونکو له پاره جوړ سي.
عمران احمد فرحان زیاته کړه، چي د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه به اکونټونه جوړ سي؛ ترڅو د دې ریاست ټول کارکوونکي وکولای سي د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند انلاین روزنیزو پروګرامونو څخه ګټه پورته او خپلي وړتیاوي لوړي کړي.
د زوم بایت ټکنالوژيکي خدمتونو شرکت ( ZOOM BYTE IT SERVICES) مرستیال وویل، چي د (CCNA، MCSA او Visualization) رونیزو پروګرامونو جوړول به د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست کارکوونکو سره مرسته وکړي، چي د شبکه جوړوني په برخه کي ډېرو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي.
په وروستیو کي د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست کارکوونکو ته تصدیق پاڼي هم ووېشل سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS