د اصنافو استازو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د عامه پوهای سیمینار وړاندي سو!

syllab_admin
Tue, Jul 02 2024 3:17 PM
..................


د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د امیرالمؤمنین (حفظه الله) له نوي فرمان سره سم د اصنافو (دوکاندارانو او کسبګرو) د مالیاتي معافیت او تخفیفونو د غوره پلي کولو په موخه او په ټولیزه توګه د مالیاتي پروسې په تړاو سیمینار د یوې ناستي په ترڅ کي د ګمرکونو او عوایدو ملی اکاډمۍ د غونډو په تالار کي ترسره کړ.
په دې ناسته کي د عوايدو لوی رئيس مولوي حافظ شاه حسين حسيني، د عوايدو لوی رياست د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس مولوي نداء محمد صديقي، د کسبګرو او دوکاندارانو د خوني لوی رئیس حاجي شېرین آغا سخي او د اصنافو استازو ګډون کړی وو.
د عوايدو لوی رئيس مولوي حافظ شاه حسين حسيني د دغه سيمينار په پرانیستي وينا کي وويل، چي خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کول او د هغوی د ستونزو حلول د افغانستان اسلامي امارت تګلاره ده او تل ئې په دې برخه کي هڅه کړي ده. د مالیاتي جریمو معافیت او  (0.3) سلني ته د اصنافو د مالیې راکمول ئې یوه غوره بېلګه ګڼلی سو. د عوايدو لوی رياست اصولو ته په کتو او د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) له فرمان سره سم خپل تطبیقات ترسره کړي او په دې برخه کي له تاسي څخه د همکارۍ غوښتونکی دئ.
د عوايدو لوی رياست د حقوقي خدمتونو او پاليسي رئيس مولوي نداء محمد صديقي وويل، چي د نننۍ غونډي موخه اصنافو ته د اسانتیا رامنځته کولو او په آسانه ډول د مالیاتو راټولو په تړاو د اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرمان پلي کول دي، چي د عامه پوهاي سمینار د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پلي کولو او د مالیاتي ادارو او اصنافو ترمنځ د افهام او تفهیم یوه غوره وسیله ده، دا ډول سیمینارونه د خلکو د پوهاوي او د مالیاتي اطاعت پذیرۍ په برخه کي مهم رول لوبوي.
د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو خوني رئیس شېرین آغا سخي د اسلامي امارت له رهبرۍ او مسئولینو څخه خلکو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د هغوی د وړاندیزونو د منظورۍ له امله مننه وکړه او د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان د پلي کولو او د رڼو او پر وخت مالیاتو د ورکړي په برخه کي ئې بشپړ ډاډ ورکړ.
د يادوني وړ ده، چي په دغه يو ورځني سيمينار کي د یوه پرزنټېشن په ترڅ کي د اصنافو ټولو استازو ته که په حضوري یا آنلاین بڼه ئې برخه اخیستې وه، د مالياتو، د مالیاتو د ډولونو، د مالياتو د بهیر، طرزالعملونو، د مالياتي نورمونو، مالیاتي لایحو، اظهارنامو او د عوایدو لوی ریاست د موخو په تړاو معلومات وړاندي سول او د ګډونوالو پوښتني هم ځواب سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS