تېره اوونۍ په بېلابېلو ولایتونو کي ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Thu, Sep 05 2024 1:14 PM
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۲۴۹۷) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۳۱۵۳) کیلو ګرامه رُب، (۱۶۳۲) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۱۰۲) لېټره تینر، (۱۲۵۰) کیلو ګرامه مالګه، (۷۲۸) کیلو ګرامه مکروني، (۴۳۶) کیلو ګرامه د اوړو اړوند مواد (خمیر مایه)، (۶۶۹) کیلو ګرامه غوړي، (۳۸۵) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۴۲۰) کیلو ګرامه خامه پنیر، (۵۰۰) کیلو ګرامه ساچمه (په نشه یي توکو کي کارول کېږي)، (۶۷۵) کیلو ګرامه د چرګانو دانه، (۱۸۰) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۱۲۰) کیلو ګرامه لوبیا او (۱۰۰) کارټنه بوټونه او څپلۍ شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو لپاره اړونده ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS