د مستوفیتونو ممتازو کارکوونکو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

syllab_admin
Sun, Oct 27 2024 3:51 PM
...........


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، په مستوفیتونو کي د مالیه ورکوونکو د خدمتونو (۳۸) تنو او د مالیاتي حوزو (۴۵) تنو کارکوونکو ته په اړوندو برخو کي د جوړ سوي (۲۳) ورځني روزنیز پروګرام څخه ممتازو فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړوني آمر مولوي محمد نادر همایون او د روزنیز پروګرام ګډونوالو ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل، چي خپلي چاري په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره مخ ته یوسي او په اړوندو برخو کي له هیوادوالو سره نېک چلند وکړي، ښاغلی ذاکر ټینګار وکړ، چي کارکوونکي باید له ورته روزنیزو پرګرامونو څخه پوره ګټه واخلي او خپل ځانونه په مسلکي زده کړو سمبال کړي؛ ترڅو په ور سپارل سويو دندو کي له ستونزو سره مخ نه سي.
د مالیې وزارت د بشری سرچینو ریاست د ظرفیت لوړوني آمر مولوي محمد نادر همایون وویل، چي اوسمهال د دولت ټول لګښتونه د خپلواکي ملي بودیجې څخه ترسره کېږي؛ نو اړینه ده، چي تاسو باید د ملي عوایدو په راټولولو کي له پوره روڼتیا او رښتینولۍ څخه کار واخلئ.
ښاغلي همایون ورته ښونیز پروګرامونه د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو له پاره ګټور وبلل او زیاته ئې کړه، چي ټول مسئولین دي د مالیاتي چارو په برخه کي د هر ډول بې عدالتۍ او فساد مخنیوی وکړي.
د یادوني وړ ده، چي په دغه روزنیز پروګرام کي، یادو ګډونوالو ته د مجربو ټرینرانو له لوري د (۲۳) ورځو په جریان کي د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، مالیاتي محاسبې او له مالیاتي سیسټمونو سره د بشپړي بلدتیا په موخه نظري او عملي روزنه ورکول سوه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS