تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Thu, Nov 07 2024 11:48 AM
............


د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۲۹،۳) ټنه مالګه، (۵) ټنه د پیازو تخم، (۳۸۵۶) کیلو ګرامه نباتي غوړي، (۴۱۴۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۴۳۸) کیلو ګرامه رُب، (۱۵۵۳) کیلو ګرامه سګرېټ، (۶۱۶) کیلو ګرامه مکروني، (۴۴۷) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۴۰) عدده چارجي قیلون، (۱۲۰) کیلو ګرامه د ویښتانو رنګ، (۴۶۵) کیلو ګرامه یوځل مصرف لوښي او (۲۰۰) کیلو ګرامه کریم شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS