د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!

org_admin
Tue, May 13 2025 10:21 AM
...........


د غویي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ دوهمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي، چي د اړوندو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چي د چارو د لا ښه والي له پاره د اړوندو ریاستونو تر منځ همغږي اړینه ده او ټولو مسئولینو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي د دې ناستو پرېکړي پر خپل وخت سره پلي کړي.
ور پسې د تېري ناستي د پرېکړو په اړه بحث او خبري وسوې او د ټاکل سویو پلاوو راپورنه واورېدل سول.
همدارنګه په دې ناسته کي د اسیکوډا په سیسټم کي د نفتي او سوداګریزو جوازونو د ثبت پر څرنګوالي، د صنعتي فابریکو له لوري د خامو موادو پر واردولو او په دې برخه کي پر سته ستونزو او حل لارو، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۱۷) ماده‌ییز حکم پر پلي کېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث ترسره او په اړه ئې اړیني پرېکړي وسوې.
د یادوني وړ ده، چي دغه ناستي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړي کولو په موخه کېږي، چي دغه لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS