د ډنډپټان په ګمرک کي د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ سو!

د چنګاښ ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت ډنډ پټان په ګمرک کي د (۹۰) کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاره.
تر دې وړاندي د یاد ګمرک برېښنا د جنراټور له برېښنا څخه چمتو کېده، چي دغه جنراتور د (۱۶) ساعته فعالیت په اوږدو کي په منځني ډول په ساعت کي د (۸) لېټرو ډېزلو په مصرفولو سره د ورځي (۸۴۴۸) افغانۍ، د میاشتي (۲۵۳۴۴۰) افغانۍ او د کال ئې څه باندي دری میلیونه افغانۍ لګښت درلود.
د یادي لمریزي برېښنا سیسټم له فعالېدو سره به په کلني ډول په میلیونونو افغانۍ وسپمېږي او ترڅنګ به ئې تخنیکي ستونزي هم راکمي سي.
د یادولو ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او چاري ئې د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره سوي دي.