د دعوت او ارشاد ریاست له لورې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) ازموینه واخیستل شوه
د وږې ۲۲مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت او د دعوت او ارشاد چارو د انسجام ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ټاکل شوې کمېټې د افغانستان په کچه د دغه وزارت د (مرکزي ریاستونو، د ګمرکونو او عوایدو معینیت، مستوفیتونو او ولایتي ګمرکونو) له ټولو کارکوونکو څخه د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د ازموینې کمېټې د غړو، علماوو، ناظرینو او خدمتي کارکوونکو تر څارنې لاندې په منظم او شفاف ډول واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د دې ازموینې موخه د دیني پوهاوي د کچې او د سیرت النبي او د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) د ژوند له طریقې سره د کارکوونکو د بلدتیا د کچې سنجول او ارزول دي او د دې ازموینې پایلې به ډېر ژر اعلان او هغه کسان چې تر ټولو لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وي، وستایل شي.
