د مالیې وزارت سرپرست د استرالیا هیواد له نوي سفیر سره د پیژندنې په ناسته کې په یو شمېر اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 27 2019 2:16 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د وږی میاشتې په ۵ مه نېټه د افغانستان لپاره د استرالیا هیواد له نوي سفیر ښاغلي جیوفري پیټر ټوټ، سره د پیژندنې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان لومړیتوبونو سره سم د دې هیواد له مرستو څخه مننه وکړه او له نوي سفیر سره یې په اقتصادي ځان بسیاینې بستې او مالي پانګې اچونې بستې، د افغانستان د ځان بسیاینې ستراتیژۍ په اهدافو، د اصلاحاتو په پلي کیدو، د افغانستان په اقتصادي ودې، د ملي عوایدو په زیاتوالي، د کانونو سکټور په برخه کې د استرالیا هیواد له تجربو څخه په ګټه اخیستنې، یاد هیواد ته د افغانستان ارزښتناکه سوداګریزو توکو په صادرولو، افغان زده کړیالانو ته د تحصیلي بورسیو په ورکړې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د استرالیا سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو په دوام ټنګار وکړ او ویې ویل چې د غوره شرایطو د تامین په صورت کې استرالیا په افغانستان کې پانګې اچونې ته چمتو ده. نوموړي زیاته کړه چې استرلیا هم له افغانستان څخه د سوداګریزو توکو د واردولو لیوالتیا لري.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د افغانستان او استرالیا دولتونو د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې درلودلي او موږ د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې د اړیکو د لا پراختیا او تعمیق غوښتونکي یو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS