د ملي دسترخوان پروګرام
د ملي دسترخوان پروګرام په اړه معلومات
د افغانستان حکومت د ملي دسترخوان په نوم پروګرام چې موخه یې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له منفي اغیزو سره مبارزې په برخه کې اقتصادي مرستې دي، له نړیوال بانک سره په همکارۍ پیل کړ. د ملي دسترخوان پروګرام موخه له هغو کورنیو سره مرسته ده چې د کرونا له وجې زیانمندې شوي وي. یاد پروګرام د حکومت تېرو پروګرامونو په دوام چې اړمنو ته د وچه ډوډۍ وویشل شوه تر لاس لاندې نیول دی. د دې پروګرام په چوکاټ کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او د لاس وینخلو صابون شامل دي.
نړیوال بانک د دې پروګرام د پلي کیدو لپاره د غیر اختیاري بودیجې له لارې ۲۸۰ میلیونه امریکایې ډالر مرسته وکړه چې ۱۵۵ میلیونه یې د نړیوالې پراختیایې ادارې یا IDA او ۱۲۵ میلیونه یې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ARTF ونډه ده. د ملي دسترخوان پلي کوونکې ادارې د کابل ښاروالۍ، د سېمه ایزو ارګانونو اداره او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ده.
د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه د ملي دسترخوان پروګرام ته بودیجه او تخصیص
|
||
منظور شوې بودیجه |
امریکایې ډالر |
افغانۍ |
280,000,000 |
21,560,000,000 |
|
تخصیص |
|
|
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت |
74,379,766 |
5,727,242,000 |
د سېمه ایزو ارګانونو اداره |
30,500,000 |
2,348,500,000 |
د کابل ښاروالۍ |
40,000,000 |
3,080,000,000 |
د تخصیص شوې بودیجې مجموع |
144,879,766 |
11,155,742,00 |
Announcements More
Notice of General Directorate of Customs of MoF
Based on the proposal of the General Directorate of Customs of MoF and issuing order (۱۰۷۵/۱۴۴۵-۲-۲۶) of the
Notice Regarding General Directorate of Customs
The GD of Customs of MoF informs all those commercial corporations that have not yet introduced their
Paktia Excise Customs Shifted to Dand Patan Border Customs for Traders More Convenience
The General Directorate of Customs has shifted Paktia Excise Customs to Dand Patan Border Customs,