د ملي دسترخوان پروګرام
د ملي دسترخوان پروګرام په اړه معلومات
د افغانستان حکومت د ملي دسترخوان په نوم پروګرام چې موخه یې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له منفي اغیزو سره مبارزې په برخه کې اقتصادي مرستې دي، له نړیوال بانک سره په همکارۍ پیل کړ. د ملي دسترخوان پروګرام موخه له هغو کورنیو سره مرسته ده چې د کرونا له وجې زیانمندې شوي وي. یاد پروګرام د حکومت تېرو پروګرامونو په دوام چې اړمنو ته د وچه ډوډۍ وویشل شوه تر لاس لاندې نیول دی. د دې پروګرام په چوکاټ کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او د لاس وینخلو صابون شامل دي.
نړیوال بانک د دې پروګرام د پلي کیدو لپاره د غیر اختیاري بودیجې له لارې ۲۸۰ میلیونه امریکایې ډالر مرسته وکړه چې ۱۵۵ میلیونه یې د نړیوالې پراختیایې ادارې یا IDA او ۱۲۵ میلیونه یې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ARTF ونډه ده. د ملي دسترخوان پلي کوونکې ادارې د کابل ښاروالۍ، د سېمه ایزو ارګانونو اداره او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ده.
د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه د ملي دسترخوان پروګرام ته بودیجه او تخصیص
|
||
منظور شوې بودیجه |
امریکایې ډالر |
افغانۍ |
280,000,000 |
21,560,000,000 |
|
تخصیص |
|
|
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت |
74,379,766 |
5,727,242,000 |
د سېمه ایزو ارګانونو اداره |
30,500,000 |
2,348,500,000 |
د کابل ښاروالۍ |
40,000,000 |
3,080,000,000 |
د تخصیص شوې بودیجې مجموع |
144,879,766 |
11,155,742,00 |
وروستی خبرتیاوينور دلته
مالیې وزارت د شکایتونو اورېدلو خپلواک امریت رامنځته کړ
مالیې وزارت په چارو کي د لا روڼتیا رامنځته کولو او د مراجعینو، سوداګرو او کارکوونکو ستونزو او شکایتونو ته پر وخت او سمه توګه رسېدو، د هر ډول
ماليې وزارت د گمرکونو لوی ریاست خبرتیا!
د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء عالي مقام د (۱۰۷۵) گڼي (۱۴۴۵-۲-۲۶) نېټې د حکم پر
ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا
د ماليې وزرات د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو ته، چي تر اوسه ئې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل رسمي