د داوطلبۍ خبراوی

admin_mof
داوطلبی

Publish Date

Closing Date

د دواطلبۍ ګڼه:005  AHSP/1401/NCB/G-

د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا آفسټ (غیر امنیتي) رنګ پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۱ کال د سرطان میاشتې تر (۲۱) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af&  او کاپی : m.khalidiiu@gmail.com ) برښنالیکونو ته د برښنالیک استولو له لارې تر لاسه یې کړي.

داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د ۹۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۰ کال د سرطان میاشتې په (۲۱) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.

More tenders

Wed, May 17 2023 3:59 PM
Background image

Afg- Chin Oil and Gas Ltd Announcements for Tender no: 006/SC/ 23

Petroleum Afghanistan for the execution of Exploration and Production Sharing Contract (EPEC) signed on Jan 2023 at

Tue, Mar 07 2023 1:40 PM
Background image

Notice for SBD Amendment1 & Minutes of Pre Bid Meeting

The National Procurement Directorate (NPD) of the General Directorate of Administrative Office on behalf of the Ministry of

Thu, Feb 09 2023 10:30 AM
Background image

Invitation For Bids (IFB) ICB

A complete set of Bidding Documents in English may be obtained by interested bidders free of cost by downloading from AOP website https://aop.gov.af/dr/access_to_information . . .

Back to tenders