د مرکز او ولایتي ګمرکونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل سو!

org_admin
Mon, Feb 03 2025 10:42 AM
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د مرکز او ولایتي ګمرکونو(۴۰) تنو کارکوونکو ته د ګمرکي، قوانینو، طرزالعملونو، بیي ټاکني او بررسۍ په برخو کي روزنیز پروګرام پیل سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوی عبدالهادي سیف الخالد، د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس حافظ حضرت علي، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یادي اکاډمۍ ښوونکو ګډون کړی وو.
د غونډي په پرانیستې وینا کي د دعوت او ارشاد رئیس وویل، چي هر نظام نظم ته اړتیا لري او ټول کارکوونکي باید په پوره صداقت او سپېڅلتیا خپلي چاري ترسره کړي.
د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس، روزنیز پروګرامونه د کاري بهیر په ښه کولو کي خورا مهم وبلل او ټینګار ئې وکړ، چي کارکوونکي باید له دې اسانتیاوو څخه اعظمي ګټه واخلي او مسئولیتونه په پوره اخلاص او ريښتينولۍ سره سرته ورسوي.
د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام به یوه میاشت دوام وکړي، چي له دې سره به د یادو ګمرکونو د کارکوونکو وړتیاوي لوړي او د اړوندو ګمرکونو په چارو کي به هم لا ښه والی راسي.
د یادوني وړ ده، چي د ولایتي مستوفیتونو مالیاتي حوزو او د اصنافو برخي (۴۶) تنو کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو او مالیاتي سیسټمونو په برخو  کي د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندي جوړ سوی روزنیز پروګرام هم د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS