د مرکز او ولایتي ګمرکونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل سو!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۲
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د مرکز او ولایتي ګمرکونو(۴۰) تنو کارکوونکو ته د ګمرکي، قوانینو، طرزالعملونو، بیي ټاکني او بررسۍ په برخو کي روزنیز پروګرام پیل سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوی عبدالهادي سیف الخالد، د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس حافظ حضرت علي، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یادي اکاډمۍ ښوونکو ګډون کړی وو.
د غونډي په پرانیستې وینا کي د دعوت او ارشاد رئیس وویل، چي هر نظام نظم ته اړتیا لري او ټول کارکوونکي باید په پوره صداقت او سپېڅلتیا خپلي چاري ترسره کړي.
د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس، روزنیز پروګرامونه د کاري بهیر په ښه کولو کي خورا مهم وبلل او ټینګار ئې وکړ، چي کارکوونکي باید له دې اسانتیاوو څخه اعظمي ګټه واخلي او مسئولیتونه په پوره اخلاص او ريښتينولۍ سره سرته ورسوي.
د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام به یوه میاشت دوام وکړي، چي له دې سره به د یادو ګمرکونو د کارکوونکو وړتیاوي لوړي او د اړوندو ګمرکونو په چارو کي به هم لا ښه والی راسي.
د یادوني وړ ده، چي د ولایتي مستوفیتونو مالیاتي حوزو او د اصنافو برخي (۴۶) تنو کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو او مالیاتي سیسټمونو په برخو  کي د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندي جوړ سوی روزنیز پروګرام هم د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ دوولسمه ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۶مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د همغږۍ دوولسمه ناسته وشوه.
. . .

BACK TO NEWS