د دولتي مکلیتونو داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د مالیي وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي چي لاندي ذکر سوي دولتي ملکیتونه په بیلا بیل ډول د داوطلبۍ پروسې لپاره اعلان ته سپاري.
1. د کابل ولایت ۱۶ ناحیه رنده بان سیمه کي ۴۰۰ متره مربع ځمکه د مخابراتي انتن د نصبولو لپاره.
2. د کابل ولایت دارلامان سیمه کي د امید سبز ښار ګوټي کي یو باب سپورټي جمنازیوم چي (۱۸۰۰) متره مربع مساحت لري.
3. د بدني روزني عمومي ریاست اړونده یو باب کانټین چي مجموعي مساحت یې (۱۰۰) متره مربع ده.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص چي غواړي نوموړی ملکیتونه په کرایه ونیسي کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د نشر له نیټې څخه د (۲۱) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد شوي ملیکت شرطپاڼه (۲۰۰۰) افغانۍ په بدل کي تر لاسه کړي.