د بودیجوي واحدونو لپاره د تخصیصاتي فورم د پړاوونو روزنیز ورکشاپ پیل سو

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۷:۵۷
خبر

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د نغدي پلان جوړوني ریاست د بودیجوي واحدونو لپاره د تخصیصاتي فورم د پړاوونو روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
دغه ورکشاپ چي د مالیې وزارت په خیبر هال کي پیل سو، د خزاینو لوی ریاست د نغدي پلان جوړوني رئیس پوهنیار ستارالدین معتصم، د تخصیصاتو د آمریت ستر سلاکار جهانزیب شریفي، د تخصیصاتو او تعهداتو آمر امان الله بهمني او د بودیجوي واحدونو استازو ګډون پکي کړی وو.
پوهنیار ستارالدین معتصم د دغه ورکشاپ د پرانیستني په وینا کي ګډونوالو ته وویل، لکه څنګه چي د کال په جریان کي د فورمونو د تعدیلاتو له امله یو لړ ستونزي رامنځته کیږي؛ نو اړینه وه چي د بودجوي واحدونو لپاره یو جامع، واضح او مشخص ورکشاپ په لاره واچوو. هغه زیاته کړه، زموږ همکارانو تاسو ته د پروسې د چټکتیا او په خپل وخت ترسره کولو په موخه ټول بهیرونه تشریح کړي او تاسو هم باید د ستونزو د چټک حل په موخه د همغږۍ یو ټیم رامنځته کړئ.

خبر

د تخصیصاتو او تعهداتو آمر امان الله بهمني د دغه آمریت د کلیدي دندو لکه، د عادي او پراختیایي بودیجې د مالي پلان فورمه، د عادي او پراختیايي بودیجې P.O(د خریداری امر) فورم، د پراختیایي بودیجې د C.F (تعهد) فورم، د عادی او پراختیايي بودجې داخلي تعدیل ب- ۲۳ فورم، له ۲۱باب څخه د وزارتونو تنقیص او تزئید، د پلورونکو د ثبت فورم (د بانکي حسابونو پرانیستل) او نور اړوند موضوعات د پریزنټېشن په ترڅ کي ګډونوالو ته وړاندي کړل.
په پای کي د ګډونوالو پوښتني هم ځواب سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره. . .

BACK TO NEWS