د ننګرهار ولایت ګمرک د قاچاق پر وړاندي ستر خنډ دئ

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۱۲:۵
خبر

تېره ورځ د ننګرهار ولایت ګمرک ته ورڅېرمه د پلټنې او تالاشیو یا چک پوسټونو مدیریت؛ د دې ګمرک د مسؤلینو له لوري ګاونډي هیواد ته د لویو باوړونکو موټرونو درنې او قیمتي اوسپنې چي د ټېلرو په باډیو پوري په ماهرانه ډول ویلډینګ او ځای پر ځای سوي وې او غوښتل یې په ناقانونه او قاچاقي بڼه یې ولېږدوي نیولي دي.

د ننګرهار ولایت ګمرک د مسؤلینو په خبره په دې تړاو یې قاچاق وړونکي نیولي دي او له قاچاق سره د مبارزې برخي اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

خبر

د یادونې وړده، چي د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ننګرهار ولایت په ګمرک کي دا څویم ځل دئ، چې ګاونډي هیواد ته د قاچاق او توکو د غیر قانوني اوښتنې مخنیوی کېږي. د دې ولایت ګمرک او د پلټنې مسؤلین اوس د قاچاق او قاچاق وړونکو پر وړاندي ستر خنډ دي او په ځلونو یې د قاچاق د مخنیوي په برخه کي ښې لاسته راوړني لرلي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS