تعرفې د کمېټې ناسته جوړه سوه
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال حاجي ملا محمد ناصر اخند، په مشرۍ د تعرفې د کمېټې ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې غونډه کي چي د تعرفې د کمېټې غړو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ټولو ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د تعرفې کمېټې د ارزښت بیانولو تر څنګ یې وویل، چي د تعرفې کمېټه له څو ادارو او خصوصي سکټور څخه جوړه کمېټه ده، چي پرېکړې یي په سوداګرۍ، داخلي صنعت او عامو خلکو باندې مستقیم اغېز لري نو په کار ده چي د دې کمېتې ټولي پریکړي د یادو درې واړو اړخونو په خیر وي.
همداشان له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس د مکروني، یو ورځنیو چورګوړو او د ژوندیو چرګانو، چپس، ساده او کاکو لرونکو چاکلیټونو د وارداتي تعرفو او د ډبرو سکرو د صادراتي تعرفې په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندي کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یي د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتني د غونډي له ګډونوالو سره شریکي کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو پر تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودي اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمي پریکړي وکړې.
همداشان په سوداګرۍ کي د اسانتیا لپاره په یاده کمېټه کي د ساده چاکلیټو او چپسو لپاره د تعرفې ملي کوډونو په جوړیدو هم پریکړه وسوه.
