د مالیې وزارت او لوړو زده کړو وزارت سرپرستانو او د اسیا پراختیایي بانک رئیس په ټول هیواد کې د اتو دولتي پوهنتونونو په جوړیدو او پراخېدو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۳ مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک رئیس ښاغلي نریندرا سنګرو، سره په مالیې وزارت کې ولیدل.
د لیدنې په مهال د ټول هیواد په کچه د اتو پوهنتونونو د جوړېدو او پراختیا په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې دا پروژه د افغانستان لپاره حیاتي رول لري او د لوړو زده کړو پیاوړتیا د افغانستان حکومت د لومړیتوبونو په سر کې راځي. نوموړي زیاته کړه چې پروژې باید په ټاکلې موده کې پیل او پای ته ورسېږي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، چې له نېکمرغه جلالتماب ولسمشر تېرکال د کب میاشتې په ۲۹ مه نېټه د نویو جوړېدونکو او رغېدونکو پوهنتونونو تشکیلات منظور کړل او ټینګار یې وکړ، چې ودانیزې چارې دي په ټاکلې موده کې پیل او بشپړي شي.
د پوهنتونونو په دې رغونه له ۱۵ تر ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو لګښت راځي او د ملي پراختیا شرکت پرمټ پلي کېږي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د مالیې او لوړو زده کړو وزارتونو، اسیا پراختیایي بانک او پلي کوونکي شرکت ترمنځ دي ناسته وشي او په ناسته کې دي ټول تخنیکي اړخونه او مهال وېش ورته جوړ شي.
د یادونې وړده، چې " د لوړو زده کړو د زېربنا ملاتړ" پروژه د ټول هیواد په اتو پوهنتونونو کې ۱۸ زېربنایي برخې را نغاړي او د نیمروز، زابل، ارزګان، فراه، ډایکنډي، هلمند پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې او د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون، همدارنګه د کندهار پوهنتون د دې پروژې په لومړیتوب کې دي.