د ګمرکونو د ځانګړې عملیاتي قطعې د 259 بستونو خبرتیا!
د مالیې وزارت رهبري د اصلاحاتو ، کار اهل کار ته د سپارلو او مسلکي کادرونو د موندلو په موخه د ګمرکونو د ځانګړې عملیاتي قطعې د( 224 افسرانو او 35 ساتنمنانو )بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي ، له ټولو هغو کسانو څخه چې پر شرایطو برابر وي ، هیله کیږي ترڅو د اصلاحاتو په موخه په دغه سیالۍ کې برخه واخلي تر څو د یو اغیزمن تشکیل په درلودلو سره غوره کاري اداره ولرو.
د یادونې وړده چې پر شرایطو برابر کسان کولی شي د 1399/11/23څخه تر1399/12/04 نیټې پورې د اعلان شویو بستونو د دندو لایحې او د غوښتنې فورمې د مالیې وزارت له WWW.mof.gov.af ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي ،چې د فورمې له ډوکولو وروسته یاد فورم له خپلو معتبرو تحصیلي اسنادو سره یوځای په فیزیکي توګه د مالیې وزارت د ګمرکاتو عمومي ریاست د بشري منابعو مدیریت ته وسپاري، ا و یا هم کولی شي Recuitment@mof.gov.af بریښنالیک له لارې واستوي .
د اړتیا په وخت کې په 0202924624 اړیکه ونیسئ.
د اعلان شویو بستونو لینک: